د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د کرکټ افغان ملي لوبډلې د ایرلېنډ لوبډلې ماته ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلېنډ د کرکټ لوبډلې ماته ورکړه او د کرکټ د نړیوال جام سیالیو ته یې لار پېدا کړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه د زېمبابوې په پلازمېنه، هرارې کې د ایرلېنډ له لوبډلې سره مخامخ شوه او په پینځو وکټو یې لوبه وګټله.

د کرکټ د ملي لوبډلي کپتان، اصغر ستانکزي تېره شپه له هرارې، ازادي راډیو ته په ټلیفوني مرکه کې وویل:

"په رښتیا، دا ستر بری دی. موږ یوازې په ښه لوبه نه، بلکه د افغانانو د دعاوو له برکته د نړیوال جام سیالیو ته لار پېدا کړه."

د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په وېلز کې کېږي.

افغانستان تردې مخکې هم د کرکټ د نړیوال جام د ګټلو لپاره، د ۵۰ اورونو په نړیوالو سیالیوکې ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG