د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

افغان لوبډله د ۲۰۱۹میلادي کال د کرکټ نړېوال جام ته ووت


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلېنډ کرکټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹میلادي کال نړېوال جام ته په حېرانوونکي ډوللار ومونده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د نړېوال جام د غوراوي سیالیو وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ د زمبابوې په هرارې لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې په دغه لوبه کې چې د دواړو لوبډلو لپاره یې د پایلوبې حیثیت لاره ـ ایرلېنډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه او نړېوال جام ته ووت.

د دغه لوبې پچه پچه ایرلېنډ وګټله او لومړی یې د بېټنګ پریکړه وکړه، خو افغان بالرانو ایرلېنډي لوبغاړي سر اوچتولو ته پرېنه‎ښودل چې له امله یې ایرلېنډ له پیله ورو لوبه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ګټلو لپاره د ۲۱۰ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له‎خوا راشد خان یو ځل بیا ښه بالېنګ ورکړ او په خپلو ۱۰ اوورونو کې د ۴۰ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي وسوځول.

پر راشد خان سربېره دولت ځدراڼ ۲ او نبي عیسی خېل ۱ ایرلینډی لوبغاړی اوټ کړ.

که څه هم د نړېوال جام د غوراوي په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې د اوپنرانو لوبه بې خونده وه، خو په دغه لوبه کې بیا افغان اوپنرانو برعکس ښه لوبه وکړه .

اوپنر محمد شهزاد او ګلبدین نائب افغان لوبډلې ته ښه پیل وکړ او دواړو لوبغاړو د لومړۍ ویکټې لپاره ۸۶ پارټنرشپ وکړ.

محمد شهزاد لومړی افغان لوبغاړی و چې په ۵۰ توپونو په لوبولو یې د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۵۴ منډې جوړې کړې.

پر شهزاد سربېره ګلبدین نائب هم ښه لوبه وکړه. نوموړي ۴۵ منډې وکړې، پر دغو لوبغاړو سربېره سمیع الله شینواري ۲۷، نبي عیسی خېل ۱۲ او کپتان اصغر ستانکزي په ۲۹ توپونو ۳۹ منډې وکړې چې د افغان لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

محمد شهزاد د خپلو ۵۴ تیزو منډو له امله د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په داسې حال کې د ۲۰۱۹میلادي کال نړېوال جام ته ووت چې دغې ډلې د غوراوي سیالیو په لومړي پړاو کې یوازې یوهلوبه ګټلې وه او نړېوال جام ته یې د وتلو چانس ډېر لږ و.

د یادونې وړ ده چې که څه هم افغان لوبډلې د غوراوي سیالیو په لومړي پړاو کې ښه لوبه نه‎وه کړې، خو په دوهم پړاو کې یې د نورو ټیمونو په پرتله ښه لوبه وکړه او خپلې ۳ واړه لوبې یې وګټلې چې په دغو لوبو کې یې د کرکټ د ۲۰اوریز سیالیو اوسني اتل ویسټ انډیز ته هم ماتې ورکړه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG