د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

افغان کرکټ ټیم سبا جمعه له ایرلنډ سره لوبه کوي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا د نړیوال جام د غوراوي د لوبو په دوهم پړاو کې خپله درېیمه لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه د ایرلنډ په وړاندې د جمعې په ورځ ترسره کړي."

نن د غوراوي لوبو په ترڅ کې کوربه هېواد زېمبابوې له متحده عربي اماراتو سره مسابقه کوي، که چېرته زېمبابوې دا لوبه وګټله نو له وېسټ انډیز سره به نړیوال جام ته غوره شي، که‌یې بایلوده بیا به د افغانستان او ایرلنډ د مسابقې ګټونکی نړیوال جام ته ووځي.

د کرکټ یو ورځنی نړیوال جام راتلونکی کال په انګلستان او وېلز کې دی.

XS
SM
MD
LG