د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د پاکستان صدراعظم له افغانستان سره د ډېرو ښو اړیکو هیله کړې


د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په لوړه کچه پر اړیکو ټینګار وکړ ترڅو د ده په وینا دوه اړخیز تجارت وده وکړي، اقتصادي همکاري پراخه شي او د افغان سوداګرو مالونه د پاکستان له لارې د ټرانزیت په شکل انتقال شي.

شاهد خاقان عباسي دا خبره پرون په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره د کتنې پر مهال وکړه.

په غونډه کې د سولې مسئله هم یاده شوه.

د پاکستان صدراعظم وویل، اسلام‌اباد د افغانانو په مشرۍ د روغې جوړې د هڅو ملاتړ کوي.

د پاکستان صدراعظم چې کله پرون له ښاغلي زاخېلوال سره کتل د کابل د تګ نېټې ته‌یې اشاره ونه‌کړه.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د افغانستان او پاکستان د دولتونو ترمنځ د خبرو د اجنډا په اړه ازادي راډیو ته وویل چې له ترورېزم سره مبارزه، په افغانستان او سیمه کې سوله او سمیه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د ټاپي پروژې له عملي کار وروسته اوس مطرح دي.

مرتضوي زیاته کړه چې هیله‌مند دی چې پاکستان مثبتې هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

ده وویل:

"په سیمه کې اوس شرایط بدل شوي، د ډېرو هغو هېوادونو فکر د هغو ملکونو په اړه چې له ترهګرو سره مرسته کوي، بدل شوی، د امریکا د نوې ستراتېژي له اعلان سره هم د سیمې شرایط بدل شوي، موږ تمه لرو چې پاکستاني چارواکي دغه ته وګوري او په سیمه کې یو مثبت کردار ادا کړي."

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه سره د خبرو پر مهال د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي ته بلنه ورکړه چې کابل ته د خبرو لپاره راشي.

اشرف غني د پاکستان صدراعظم ته د کابل د سفر بلنه، افغانستان ته د هغه پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال ورکړې وه چې مشري یې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه کوله.

دغه پلاوي کابل ته د خپل سفر په اوږدو کې پر افغان ولسمشر سربېره له اجرائیه رئیس، د ملي امنیت شورا له مشر او نورو چارواکو سره کتلي و او پر یو لړ مهمو مسایلو یې خبرې کړې وې.

افغانستان تمه لري چې د دواړو دولتونو ترمنځ خبرې به اسلام‌اباد دې ته وهڅوي چې طالبان یا د سولې خبرو ته راولي یا یې مجبوره کړي چې له پاکستانه ووځي.

شاهد خاقان عباسي پرون ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د ټاپي او کاسا زر پروژې به دغه دواړه هېوادونه سره ډېر نږدې کړي.

د پاکستان صدراعظم په کابل کې پرونۍ چاودنه وغندله په دې چاودنه کې چې د نوروز د جشن د مراسمو پر مهال وشوه ۳۱ کسان ووژل شول او ۶۵ نور ټپیان شول.

۱۳۹۷کال په کابل کې په یوې خونړۍ انتحاري حملې سره پيل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

د پاکستان صدراعظم په داسې وخت کې له افغانستان سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی دی چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هډر ناوئرت وویل چې پاکستان د ترورېستي ډلو د ځپلو په برخه کې له ژمنو سره سم ځیني هڅې پیل کړې دي، خو دا هڅې کافي نه‌دي.

بل‌خوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال هم وايي چې د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره‌یې کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

عمر زاخېلوال په دې اړه پر خپلې فېس‌بوک پاڼې په یوه خپور کړي بیان کې ویلي چې د پاکستان له صدراعظم سره‌یې د چهارشنبې په ورځ کتلي او کاږي:

"نن د پاکستان د لومړي وزیر ښاغلي شاهد خاقان عباسي سره په تفصیلي لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، شته کړکېچ، عمومي چاپېریال، فرصتونو، د راتلونکو لوړو کچو کتنو او ګڼو نورو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې او بحث وشو."

ښاغلي زاخېلوال د پاکستان له صدراعظم سره تر لیدنې مخکې تېره ورځ د دې هېواد د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره هم کتلي و او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې وې.

نوموړي د دغې لیدنې په اړه پر خپلې فېس‌بوک پاڼې ویلي و:

"له ناصر خان جنجوعه سره په تعقیبي کتنه کې کابل ته د نوموړي د وروستي سفر په محتویاتو او د باور فضا د جوړېدو او دوه اړخیزه ستونزو د حل په هڅو کې د پرمختګ لپاره په مشخصو اقداماتو او ګامونو خبرې وشوې."

XS
SM
MD
LG