د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

خوستوالو د تلپاتې سولې په هیله نوی کال پیل کړ


د خوست اوسېدونکو د نوي کال د ورځې د لمانځنې پر مهال د دولت له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې د سولې په باره کې د افغان حکومت بلنه ومني او جګړې پای ته ورسوي.

دوی چې د چهارشنبې په ورځ د خوست د متون غونډۍ د پاسه په تفریحي پارک کې د نوي کال د لمانځنې لپاره راټول شوي و هیله څرګندوله چې نوی ۱۳۹۷ یم لمریز کال به په افغانستان کې د دایمي سولې او امن کال شي.

د نجیب الله واثق په نوم د خوست یو تن اوسېدونکی وايي چې د ښار په تفریحي پارک کې د نوي کال د ورځې د لمانځنې لپاره دیاد ولایت مشران، ځوانان او ماشومان راټول شوي دي.

ده زیاته کړه، د مېلې ګډونوالو د تفریحي پارک د پاسه ملي بیرغ پورته کړ، خلک نوي کال ته خوښ دي، د دوی هیله داده چې په دې هېواد کې جګړې ختمې شي او ټول افغانان پر یو ټغر سره راټول شي.

په خوست کې د نوي کال مراسم.
په خوست کې د نوي کال مراسم.

د غفور خان امیرزي په نوم د خوست یو بل تن ځوان هم دا هیله لري چې نوی کال به په هېواد کې د سولې امن او پرمختګ کال وي.

ښاغلی امیرزی د دولت پر وسله والو مخالفینو هم غږ وکړ چې له وسله والو جګړو لاس واخلي او خپل هېواد کې سوله ييز ژوند پیل کړي.

په خوست کې د نوي کال د ورځې لمانځنې مراسمو ته د یو شمېر هغو سیمو اوسیدونکي او ځوانان هم راغلي و چې هلته څه نا څه امنیتي ستونزې موجودې دي.

د شاکر په نوم د باک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی وايي چې ښار ته د نوي کال د لمانځنې لپاره راغلي دي.

ده د نورو اطرافي سیمو له ځوانانو هم وغوښتل چې نوی کال په خوښیو او خوشالیو سره ولمانځي.

د خوست یو تن مدني فعال جمشید غفارزی هم په خپلو خبرو کې خلکو ته د نوي کال مبارکي وايي او هیله يې څرګنده وي چې په نوي کال کې د تېر کال په شان بیا نا امنۍ پېښې نه شي.

ده وویل په تفریحي پارک کې يې د خپلو ملګرو سره یو ځای مېله جوړه کړې او ټول د خوښۍ احساس کوي.

د خوست د لکټو د مرخان کلي یو ځوان اجمل وویل، خوستوال د ښار په تفریحي پارک کې د نوي کال د لمانځنې لپار راټول شوي دي او د ټولو هيله داده چې نوی کال د سولې او ارامۍ کال وي.

دی وايي دا چې نړۍ د علم او ټکنالوژۍ له اړخه د بې سارې پرمختګ شاهده ده، نو افغانانو ته هم بایده دي چې د جګړو پر ځای د ترقۍ او پرمختګ پر لارو چارو فکر وکړي او خپل وخت عبث ضایع نه کړي.

بلخوا خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي هم په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه چې ۱۳۹۷ یم لمریز کال به په رښتیني توګه د سولې کال وي او هغه کسان چې د نظام په وسله وال مخالفت کې دي، له هغو يې وغوښتل چې د نورو افغانانو سره د سولې په ټغر کېني او په دې توګه سوله چې د افغانانو د لسیزو هیله ده، سرته ورسېږي.

د خوست د تفریحي پارک په شان د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت یو شمېر تفریحي پارکونو، فارم او مېلمه کوټ باغونو، ادممد زیارت، د ککرک ابا زیارت لمنو او نورو تفریح ځایونو ته ولاړل او د نوي کال لومړی ورځ يې په خوښیو ولمانځله.

د خوست په یو شمېر تفریح ځایونو کې د نوي کال په مناسبت د اسونو په واسطه د نیزه بازۍ لوبې، د سیمه ییزو سندرغاړو لخوا په زړه پورې کنسرټونه او ډیری ځایونو کې ملي اتڼونه هم ترسره شول.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG