د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نننۍ ځانوژونکې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل وشي او ۵۲ نور ژوبل شوی دي.
د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې ټپیان روغتونو ته لېږل شوي دي.
داعش وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه کابل پوهنتون ته نېږدې د نوروز د مراسمو پر مهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوې اعلامیه کې د کابل نننی برید غندلی دی او دا يې د بشریت ضد جنایت بللی دی.
پخواني معلومات
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په ننني ځانمرګي برید کې تر دې مهاله ۲۶ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې ځانمرګی بریدګر پلی و او د علي اباد روغتون مخې ته یې ځانته چاودنه ورکړې چې ياده مرګ ژوبله یې اړولې.
د ده په خبره په وژل شویو او ټپيانو کې ډېری یې ملکیان دي.
د نوموړي په خبره چاودنې هغه خلک په نښه کړي دي چې سخي زیارت ته د جنډې د اوچتولو په مراسمو کې د ګډون لپاره په سیمه کې راټول شوي وو.
د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې د کابل په نننۍ حمله کې لاس لرل رد کړي دي.
تر اوسه کومې ډلې په کابل کې د نني انتحاري برید مسولیت نه دی منلی.
پخواني معلومات
په کابل ښار کې ځانمرګي برید ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کابل امنیتي چارواکي وايي چې انتحاري حمله، د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اوړند علي اباد روغتون او کابل پوهنتون ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس ازادي راډیو ته وویل چې يو تن ځانمرګي بریدګر غوښتل چې ځان کارته سخي زیارت ته ورسوي چې د پولیسو لخوا له پېژندل کېدو وروسته يې ځانته چاودنه ورکړې او ياده مرګ ژوبله یې اړولې.
په سخي زیارت کې د نوي کال په مناسبت مراسم نیول کېږي چې زرګونه کسان پکې ګډون کوي.
د یادونې وړ ده چې
تر دامهاله د چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.