د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

افغان کرکټ ټیم د اماراتو له ټیم څخه نننۍ لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د متحده عربي اماراتو له ټیم څخه نننۍ لوبه وګټله.

د افغانستان ټیم په ۳۵ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۷۸ منډو هدف چې د متحده عربي اماراتو ټیم ورته ټاکلی و، پوره کړ.

افغان توپ وهونکو ګلبدین نایب او نجیب‌الله ځدراڼ ښه لوبه وکړه، نایب ۷۴ او ځدراڼ ۶۳ منډې وکړې.

دا لوبې په زېمبابوې کې روانې دي او افغانستان په‌کې د شپږ غوره ټیمونو مرحلې ته لار موندلې ده.

د شپږ غوره ټیمونو په لومړۍ لوبه کې افغانستان وتوانېده چې وېسټ انډیز ته ماتې ورکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بله لوبه له ایرلنډ سره ده چې د جمعې په ورځ ترسره کېږي.

دا د ۲۰۱۹ میلادي کال کې د کرکټ د نړیوال جام لوبو ته د رسېدو سیالۍ دي چې ټاکل شوې د انګلستان په وېلز کې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG