د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، د هېواد د کانونو د کېندلو او د موادو لپارهیې د نړیوالو مارکېټونو د موندلو هڅې تېزې کړي، خو په دې وروستیو کې یې د کانونو د کېندلو، له کومې کورنۍ یا بهرنۍ کمپنۍ سره، تړون نهدی لاسلیک کړی.
د کانونو او پطرولیم وزیرې نرګس نهان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د کب ۲۹» په یوې خبري ناسته کې، د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې دغه وزارت تصمیم لري چې ډېر ژر د هېواد د څلورو مهمو کانونو د کېندلو تړونونه، د امریکا له کان کېندونکو کمپنیو سره لاسلیک کړي.
نوموړې زیاته کړه:
"دغه تړون د پخواني حکومت په کابو وروستي کال کې طی مراحل شوی و، کابینې هم منظور کړی، خو لاسلیک شوی نهدی، له دې وروسته د ملي یووالي حکومت رامنځته کېږي، دغه حکومت له هغې نېټې نه تر اوسه پورې ولې لاسلیک نهکړ؟ د دې لپاره چې د شفافیت په اړهیې یو لړ پوښتنې موجودې وې، ما هېڅ تړون نهدی لاسلیک کړی او د هېڅ پروژې د ورکړې ژمنه مې نهده کړې، موږ د یوه هېواد په توګه باید بازار موندنه وکړو، خو دا د دې معنی نهلري چې نورو ته ووایو چې راشئ زمینه مساعده ده، لاسلیک وکړئ او کار پیل کړئ."
مېرمن نهان وویل، څو کاله مخکې د هېواد د ۱۲ مهمو کانونو د کېندنو په اړه، د ځینو بهرنیو کمپنیو غوښتنلیکونه اخیستل شوي و، خو په هېواد کې ناامنیو، د داوطلبو کمپنیو ظرفیتونو او د تړونونو نړیوالو حقوقي اړخونو ته په کتو سره، په دې برخه کې لازم پرمختګ ونهشو.
مېرمن نهان دا هم وویل چې د کانونو د کېندلو تړونونه ژورې مطالعې او دقت ته ضرورت لري او افغان حکومت هڅه کوي چې په دې برخه کې له نړیوالو معیارونو سره سم اقدام وکړي.
دې دا هم وویل چې د تړونونو ځانګړتیاوې به له خلکو پټې ونهساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئیس اکرام افضلي تېره ورځ وویل چې ټاکل شوې افغان حکومت ډېر ژر له امریکايي شرکتونو سره، د څو مهمو کانونو د کېندلو تړونونه لاسلیک کړي.
افضلي ټینګار کړی چې د دغو تړونونو ځانګړتیاوې باید له خلکو سره شریکې شي.
هڅه مو وکړه چې د شفافیت د څار بنسټ نوی نظر ولرو چې د کومو اسنادو له مخې ورته دغه اندېښنه پیدا شوې، خو اړیکه مو ورسره ټینګه نهشوه.
د چارو پوهان وايي، کانونه د افغانستان تر ټولو لویه پانګه او مادي باور دی او د دې لپاره چې په کېندلو کې یې د خلکو او سیاسي او مدني بنسټونو اندېښنې لهمنځه تللې وي، افغان حکومت ته پهکار ده چې په دې برخه کې ملي او نړیوال منل شوي معیارونه په پام کې ونیسي.
د دغو کارپوهانو له ډلې سید زمان هاشمي ازادي راډیو ته وویل:
"که د افغانستان د کانونو تړونونه کېږي، نو په دې برخه کې د افغانستان قوانین واضح دي، دغه قوانین له نړیوالو معیارونو او سټنډرډونو پر اساس جوړ شوي دي، باید د دغو معیارونو په پام کې نیولو سره قراردادیانو ته ورکړل شي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثره کانونه د زورواکو او غیر قانوني وسلهوالو ډلو لهخوا کېندل کېږي.
څو ورځې مخکې د هلمند والي وویل، د دولت مخالفې وسلهوالې ډلې د دغه ولایت ځیني کانونه په غیر قانوني توګه استخراجوي.
سربېره د هلمند پر والي، د حکومت ځینو چارواکو هم ویلي چې د دولت مخالفې وسلهوالې ډلې، د هېواد د کانونو د غیر قانوني کېندنو له لارې، عواید ترلاسه کوي او جنګ اوږدوي.
راپور: خان محمد سیند