د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

نيويارک ټايمز: امریکا اړتیا لري چې په افغانستان کې له طالبانو سره خبرې وکړي


  • نيويارک ټايمز

امریکا اړتیا لري چې په افغانستان کې له طالبانو سره خبرې وکړي، دا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی.

د دې مقالې په سر کې راغلي چې ويل کېږي، طالبانو د ولسمشر غني د سولې د مذاکراتو وړانديز رد کړی دی.

ښاغلي غني تېره مياشت طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د مذاکراتو وړانديز وکړ.

ورځپاڼه لیکي، طالبانو تېره اوونۍ پر خپله وېب‌پاڼه په یوه اعلاميه کې لیکلي، د سولې او جګړې اجازه د امریکايانو په لاس کې ده.

ورځپاڼه لیکي، طالبان همداراز ادعا کوي چې په لوېديځ کې خپلواکو څېړونکو او نورو مفکرانو هم منلې چې طالبان بايد د افغان حکومت پر ځای له امريکايانو سره خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي، طالبان له افغان حکومت سره د سولې پر ځای له امریکايانو سره خبرو ته لېواله دي.

د ورځپاڼې په وينا، طالبان د جګړې په ډګر کې امریکا غوڅ لوبغاړی ګڼي.

ورځپاڼه ليکي، پر دې سربېره چې امریکا له ۲۰۱۵ میلادي کال راهيسې په افغانستان کې خپل جنګي مأموریت پای ته رسولی دی، د امریکا د ځانګړو ځواکونو هوايي عملیاتو طالبان له تر ټولو لوی خطر سره مخامخ کړي دي.

طالبانو په دې وروستيو کې يوازې له امريکا سره د سولې د مذاکراتو غوښتنه کړې ده.

  • نړيوال بانک

نړيوال بانک پر خپله وېب‌پاڼه په افغانستان کې د ښوونځيو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده، په مقاله کې د خوست ولايت د يوه ښوونځي په اړه راغلي چې د ښوونکو په زيار او د ټولنې په ملاتړ د افغانستان له غوره ښوونځيو څخه شو.

مقاله لیکي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د نړيوال بانک د ښوونې په برخه کې د يوې پروژې له لارې د ۹۹ زره ډالرو مرسته تر لاسه کړه چې د دې مرستې له لارې په ښوونځي کې ۸ نوي صنفونه جوړ شول.

د نورو شپږو زرو ډالرو په مالي مرسته د ښوونځي د ساينس او کمپيوټر د لابراتوارونو او کتابتون جوړولو چارې او همداراز د ۷۰ ښوونکو د روزنې پروګرام پيل شو.

مقاله د خوست د عبدالحی حبیبي ښوونځي د سرمعلم له قوله ليکي چې په دغه ښوونځي کې ۶۶ زره زده‌کوونکي دي او اوس‌مهال د افغانستان له غوره دولتي ښوونځيو څخه ګڼل کېږي.

مقالې په ياد ښوونځي کې د ساينس د یوه ښوونکي خبرې راخيستي چې همدلته‌يې زده‌کړې کړي.

مقاله د محمد هاشم له قوله لیکي چې ده په ډېر خراب وضعیت کې ښوونځی لوستی، ځکه هغه مهال هېڅ زده‌کوونکو کمپيوټرونو، لابراتوارونو او کتابتون ته لاسرسی نه‌درلود.

XS
SM
MD
LG