د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د ښځو شبکه: د ښځو د قضیو څېړل د عدلي او قضایي ارګانونو په لومړیتوب کې نه‌دی


د افغان ښځو شبکه وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د نه‌رسېدنې له امله، د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

د افغان ښځو شبکه وايي، د فرخندې د وژنې په قضیه کې د عدالت نه‌ټينګښت د دې ښودنه کوي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړنه د عدلي او قضايي ارګانونو په لومړیتوبونو کې ځای نه‌لري.

د دې شبکې مسؤلینو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۸» په کابل کې د فرخندې د وژنې د درېیم تلین په مناسبت جوړې شوې ناستې ته وویل چې عدلي او قضايي ارګانونه باید د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په جدي ډول وڅېړي.

"د فرخندې قاتلین باید و نه بخښل شي"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

د افغان ښځو د شبکې د مدیره پلاوي غړې سیما سخا په دې اړ وویل:

"موږ له عدلي او قضايي ارګانونو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د څېړلو غوښتونکي یوو، دوهم دا چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په عاملینو باندې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون پلي کول غواړو، زموږ درېیمه غوښتنه د ښځو د حقونو خوندیتوب او د عدالت ټينګښت دی."

دا په داسې حال کې ده چې ۲۷ کلنه فرخنده درې کاله وړاندې د قران کریم د نسخو د سوځولو په تور، د یو شمېر قهرجنو کسانو له‌خوا د کابل ښار د شاه دو شمشیره جومات ته څېرمه، لومړی په وهلو ټکولو ووژل شوه او بیا یې مړي ته اور واچول شو.

د فرخندې قضیه د شاه دو شمشېره زیارت د یوه ساتونکي له درواغو پیل او بالاخره د یوه انسان په وژلو پای ته ورسېده.

د فرخندې له وژلو وروسته پولیسو ۴۹ کسان ملکي او پوځي کسان ونیول چې یو شمېر په سزا محکوم شول او ځیني نورو یې برائت ترلاسه کړ.

د افغانستان لويې څارنوالۍ تېر کال په دغې قضیه کې د ښکېلو کسانو په اړه د وروستي حکم د اعلان پر مهال وویل چې د فرخندې په قضیه کې ۱۳ دخیل کسان له ۱۰ نه تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

د دغه حکم له اعلانه وروسته د فرخندې کورنۍ او يو شمېر مدني فعالانو د يوه اعتراض په ترڅ کې له افغان حکومته غوښتي وو چې د دغې قضیې په برخه کې دې عدالت تأمین کړي.

خو دا يوازې فرخنده نه‌ده، بلکې د هېواد په يو شمېر ولایتونو کې ډېرې نورې ښځې او نجونې هم د نارینه‌وو له‌خوا په صحرايي ډول محاکمه شوي، وهل ټکول شوي او ان تر دې چې وژل شوي هم دي.

بل‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون غړې ثریا صبحرنګ وايي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې له دغه کمېسيون سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۷ قضیې ثبت شوي چې يوازې ۴۹ سلنه‌یې څېړل شوي.

په ورته وخت کې د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډيو ته وویل چې د فرخندې د قضیې په ګډون د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ټولو قضیو ته رسېدنه شوې او عاملین‌یې په سزا رسېدلي دي.

جمشید رسولي
جمشید رسولي

نوموړی زیاتوي:

"د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ټولو قضیو ته په وخت او دقیق ډول رسېدنه شوې او دا خبره په ډاد سره کوو چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ داسې پېښه نه‌شته چې ورته رسېدنه نه‌وي شوي، موږ ټولې قضیې د قانون په رڼا کې څېړلې دي."

ښاغلی رسولي وايي، يوازې په روان کال کې تر دې مهاله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۰۰ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

بل‌خوا ثریا صبحرنګ وايي، په هېواد کې د معافیت د فرهنګ موجودیت د دې لامل شوی چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG