د هندوستان د کرکټ لوبډلې د "ندهاس" درې اړخیز کرکټ ټورنمنټ په سیالیو کې بنګلهدېش ته په یوې په زړه پورې لوبه کې ماتې ورکړه.
د دغه درې اړخیز ۲۰ اوریز کرکټ سیالیو پایلوبه چې د یکشنبې په ماښام د سریلانکا د کولمبو ښار په پریماداسا لوبغالي کې ترسره شوه، د هند کرکټ لوبډلې پهکې بنګلهدېش ته په ۴ وېکټو ماتې ورکړه.
که څه هم د لوبې پچه هندۍ لوبډلې ګټلې وه، خو لومړی یې بنګلهدېش ته د بېټنګ بلنه ورکړه چې دغې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او هند تهیې د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.
په بنګلهدېشي لوبغاړو کې صابر رحمان د ۴ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ تر ټولو زیاتې ۷۷ منډې جوړې کړې.
محمدالله ۲۱ او مهدي حسن میرزا بیا ۱۹ منډې وکړې.
په هندي بالرانو کې «جی. ډي انډکټ» ۳، واشنګټن سندر ۱ او ورو توپ اچوونکي چهال پهخپلو ۴ اورونو کې د ۱۸ منډو په ورکولو ۳ بنګلهدېشي لوبغاړي وسوځول.
هندۍ لوبډلې د بنګلهدېش لهخوا ورکړل شوی هدف د ۲۰م اوور په وروستي توپ د ۶ لوبغاړ په سوځېدو پوره کړ.
هندي لوبغاړو د لوبې په پیل کې تېره لوبه وکړه او کپټان روهېت شرما د ۴۲ توپونو په لوبولو د ۳ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ تر ټولو زیاتې ۵۶ منډې جوړې کړې او اوټ شو.
که څه هم تر شرما وروسته «کې. اېل راهول» ۲۴ او «منېش پانډې» ۲۸ منډې وکړې، خو یو مهال داسې برېښېده چې ښايي هندي لوبډله د بنګلهدېش هدف پوره نهکړای شي.
دغې لوبډلې ته په وروستیو ۲ اورونو کې د ګټې لپاره د ۳۵ منډو اړتیا وه او په ظاهره دا هدف پوره کول ناشونی برېښېده، خو «دنېش کارټیک» یوازې د ۸ توپونو په لوبولو د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو پر مټ ۲۹ منډې جوړې کړې، د وروستي اوور په اخري توپیې د شپږیزې په وهلو د بنګلهدېشۍ لوبډلې د پایلوبې ګټلو هیلې خاورې کړې.
په بنګلهدېشي بالرانو کې شکیبالحسن، نظمالاسلام، مستفیضر رحمن او سومیا سرکار ۱ـ۱ او روبل حسین ۲ هندي لوبغاړي اوټ کړل.
دنېش کارټیک د خپلې تېزې او ګټونکې لوبې له امله د لوبې غوره لوبغاړی «Man Of the match» شو.
د یادونې وړ ده چې په ندهاس کرکټ سیالیو کې پر هند او بنګلهدېش سربېره سریلانکا کرکټ لوبډلې هم برخه لرله چې بنګلهدېش ورته په ماتې ورکولو له ټورنمنټه بهر کړې وه.
راپور: ذبیح مومند