د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۵

د میدان وردګو خلک د محصولاتو د خرڅلاو لپاره بازار غواړي


د میدان وردګو د ولسونو استازو، ځوانانو او فعالانو پرون شنبه په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې د خپلو سیمو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

میدان وردګ د مڼو او نورو مېوو زیات باغونه لري او د هېواد د مېوو د محصولاتو ډېره برخه تولیدوي، خو بڼوال یې شکایت لري چې سړې خونې نه لري او د محصولاتو د خرڅلاو لپاره یې بازارونه نشته.

د ځوان دریځ ټولنه چې دا لاریون یې تنظیم کړی، وايي چې د دوی غوښتنې غیرسیاسي دي او یوازنی هدف یې د کروندګرو او بڼوالو لپاره د حکومت او نړیوالې ټولنې د مرستو جلبول دي.

د ځوان دریځ د ټولنې غړی او مدني فعال احمدزی احمدي چې د دې لاریون له تنظیموونکو څخه دی، له احمدتکل سره په مرکه کې د دې لاریون او د خپلو غوښتنو په اړه خبرې کړي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG