د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۱۱

د قره باغ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو لاریون پيل کړی


د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ هزاره توکمو هم لاریون پیل کړی او له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني د شنبې په روځ ازادي راډيو ته
وویل چې دغه لاریون کوونکي له دولت څخه غوښته کوي چې هغه کسان محاکمه کړي
کوم چې تېره ورځ یې د یادې ولسوالۍ په نو اباد سیمه کې دوه هزاره توکمي په
مرموز ډول ووژل.

ښاغلي کامراني زیات کړه چې په د غه ولایت کې چې د پښتنو لخوا کوم لاریون
یوه اوونۍ وړاندې پیل شو وو نن اتمه ورځ هم ادامه لري.

د غزني ولایتي اداره هم په قره باغ ولسوالۍ کې د هزاره توکمو لاریون تائیدوي.

د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته وویل چې له کابل څخه راغلي پلاي
دغلته له قومي مشرانو سره خبرې پیل کړي او هڅه کوي چې لومړی دغلته د قومي
شخړو مخه ونیسي او پيل شوي لاریونونه پای ته ورسوي.

په دې اړه د شریف الله شرافت راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG