د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۰۷

پاکستاني طالبانو د خپل مشر د زوی وژل کېدل تائید کړل


پاکستاني طالبانو تائید کړې چې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د دې ډلې د مشر ملا فضل الله زوی وژل شوی دی.

د پاکستان د طالبانو د تحریک له خوا د جمعې په ورځ په اردو ژبه یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې د ملا فضل الله ۱۶ کلن زوی عبدالله په هغو ۲۱ وسله والو کې شامل و چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه د بې پیلوټه الوتکې یو برید وژلي دي.

دا په تېره یوه میاشت کې د طالبانو څلورم لوړ پوړي چارواکی دی چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل کېږي.

تېره میاشت د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال خان سید محسود چې په سجنا مشهور و، هم د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې وژل شوی و.

پاکستاني استخباراتي چارواکو ویلي، عبدالله د کونړ ولایت په چاوګام ولسوالۍ کې د مارچ پر شپږمه نېټه په یوه برید کې هغه مهال ووژل شو چې د ځان وژونکو د روزنې پر یو کمپ بې پیلوټه الوتکې برید وکړ.

په برید کې د طالبانو دوه نور سیمه ییز قوماندانان ګل محمد او استاد یاسین چې ځان وژونکي یې روزل هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG