د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، دوی د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو په پیاوړي کېدو غواړي، د سوداګرۍ په برخه کې پر پاکستان اتکا کمه کړي.
حکمت خلیل کرزی چې په یو رسمي سفر د چک جمهوریت مرکز پراګ ته راغلی و، له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې د افغانستان پر بهرنۍ پالیسۍ په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره پر اړیکو تفصیلي څرګندونې کړي دي.
له حکمت خلیل کرزي سره دا مرکه احمد شیبر کړې ده: