د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۲۷

په تهران کې د مارچ د اتمې لمانځونکې ښځې نیول شوي


د ایران په پلازمېنه تهران کې یو شمېر ښځې چې غوښتل یې پرون پنجشنبه د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو لپاره راغونډې شي، ونیول شوې.

د ښځو د حقونو فعالانو ویلي وو چې د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت به د نورو حقونو لپاره د ایران د کار د وزارت مخته سوله ییزه مظاهره وکړي.

امنیتي ځواکونو د مظاهرې لپاره راټولې شوې ښځې او سړي تیت او پرک کړل او راپورونه وايي چې تر ۱۲ زیاتې ونیول شوې.

XS
SM
MD
LG