د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۹

میلوس زیمان د دوهمې دورې لپاره د چک د ولسمشر په توګه لوړه وکړه


میلوس زیمان پرون پنجشنبه د دوهمې دورې لپاره د چک د ولسمشر په توګه لوړه پر ځای کړه او له دې فرصته په استفادې یې د رسنیو د انحصار د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

پخوانی کمونېست ۷۳ کلن زیمان روسیه پلوه دی او له مهاجرو سره مخالفت لري.

زیمان د پلازمېنې پراګ په زړه کلا کې په داسې حال کې د لوړې مراسم په ځای کړل چې د پارلمان د دواړو جرګو غړي حاضر وو.

خو یو شمېر وکیلان د زیمان د وینا په نیمايي کې هغه مهال د اعتراض په دود له غونډې ووتل چې ولسمشر د چک پر ټلویزیون او نورو رسنیو انتقادونه وکړل.

د چک له اساسي قانون سره سم، یو کس تر دوو دورو زیات ولسمشر پاتې کېدای نه شي.

XS
SM
MD
LG