د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۵۵

د روسيې د پارلمان یوه استازي سلوڅکي بخښنه غوښتې ده


د روسیې د پارلمان یوه نفوذ لرونکي غړي چې د څو ژورنالستانو په جنسي ځورونې تورن دی، د بخښنې غوښتنه وکړه.

سلوڅکي دا غوښتنه په داسې وخت کې وکړه چې د ده د استعفا غوښتنې کېږي.

سلوڅکي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ګواښ یې کړې وه چې پر هغو کسانو به دعوه وکړي چې پر ده یې تورونه پورې کړي دي.

ده پرون پنجشنبه په داسې حال کې چې په روسیې او نورو هېوادونو کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېده، په فیسبوک کې د بخښنې غوښتنه وکړه.

لږترلږه ۳ ښځو په وروستیو ورځو کې تور ولګاوه چې د پارلمان غړي سلوڅکي پر دوی د جنسي تېري لپاره د حملې هڅه کړې ده.

XS
SM
MD
LG