د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۴۸

ولسمشر غني: د ښځو له ګډونه پرته اصلاحات او پرمختګ ممکن نه دي


افغان ولسمشر په ښه حکومتوالۍ کې د ښځو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو له ګډونه پرته اصلاحات او پرمختګ ممکن نه دي.

ولسمشر غني پرون پنجشنبه مازیګر په یوه غونډه کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې یا د مارچ د اتمې په مناسبت په ارګ کې جوړه شوې وه، د دې خبرې د کولو ترڅنګ ټولو افغان ښځو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه:

"دا فرضیه حاکمه وه چې افغان ښځه غلې ده او له دې کبله په کلونو د نړۍ ښځو ستاسو په استازیتوب خبرې کولې، اوس زه ویاړم چې تاسو پخپله د ځان لپاره خبرې کوئ او د ژوند په ټولو برخو کې مو غږ پورته شوی دی."

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار ډلې او د امریکا د متحدو ایالتونو د دیني ازادیو د نړیوال کمېسیون په شمول، د بشري حقونو ډلو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې ده.

د ملګروملتو د جنسیت یا جندر د مساوات د فهرست له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال افغانستان د نړۍ په ۱۵۸ هېوادونو کې ۱۵۴ ځای درلود.

XS
SM
MD
LG