د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۳۵

هانګ کانګ راتلونکي نړیوال جام ته د افغان لوبډلې د ورتګ چانس ختم کړ


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي لپاره درېيمه مسابقه هم وبایلله.

پرون پنجشنبه د افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې مخامخ شوې.

هانګ کانګ په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې وکړې.

د باران د اورېدو له کبله څو اورونه کم شول، خو بیا هم افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې هدف پوره کړي او په دې توګه یې دا سیالي په ۳۰ منډو وبایلله.

دې ماتې نړیوال جام ته د افغان لوبډلې د وتلو چانس ختم کړ.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله د شنبې په ورځ له نیپال سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG