د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۶۰ وسلهوال طالبان وژل شوي او په زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د والي ویاند قدرتالله خوشبخت ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د کندهار د شاه وليکوټ، خاکرېز او د هلمند ولایت د یو شمېر ولسوالیو وسلهوال د میوند ولسوالۍ د چشمو په سیمه کي راټول شوي وو او د دغې سیمې پر امنیتي پوستو يې بریدونه پیل کړل.
د خوشبخت په وینا هممهاله د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت هوايي ځواک د امنیتي ځواکونو مرسته کړې او دغه وسلهواليې له هوا څخه په نښه کړي دي.
خوشبخت زیاتوي چي په دغه هوايي حمله کې ۶۰ وسلهوال ووژل شول او په زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د والي ویاند زیاتوي چي د وسلهوالو په حمله کې یو پولیس هم وژل شوی دی.
دوی وايي:
"د چشمو په سیمه کې دغه راټولو شویو وسلهوالو لومړی د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی چې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو د هوايي ځواک مرسته غوښتې هغوی بمبار کړي ۶۰ وسلهوال وژل شوي او په زیات شمېر نور ټپیان شوي."
د دولت وسلهوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
دا په تېرو دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې چارواکي په میوند ولسوالۍ کې د وسلهوالو پر ضد د خونړیو حملو خبر ورکوي.
د تېري مرغومې میاشتې پر ۱۲مه نېټه هم چارواکو په میوند ولسوالۍ کې د ۸۳ وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړی وو چې یو شمېر ځايي سرچینو او وسلهوالو طالبانو د وژل شويو کسانو ډېره برخه ملکیان بللي وو.
راپور: صادق رښتینی