د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۲۹

د کرنې وزارت په ۲۳ ولایتونو کې د پستې باغونه جوړوي


د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکي لمریز کال کې په ۲۳ ولایتونو کې پر ۹۳۰۰ جریبه ځمکه کې د پستې ونې کېنوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پروژې له ۲۵ تر ۴۰ سلنه لګښت د نوموړي وزارت له‌خوا او پاتې نور د بزګرانو او پانګه‌والو له‌خوا ورکول کېږي.

ښاغلی رستمي زیاتوي د پستې د دغو باغونو په جوړېدو سره به افغانستان یو ځل بیا د پستې په صادرونکي هېواد بدل شي.

XS
SM
MD
LG