د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۸

د غزني لاریون کوونکو د قره باغ پېښې په اړه ولسمشر غني ته ۷ ورځې وخت ورکړی


د غزني ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غنې تېره ورځ ناوخته له لاریون کوونکو سره خبرې کړي او ژمنه‌یې ورسره وکړه چې ډېر ژر به هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري، کوم چې پنځه ورځې وړاندې یې د قره‎باغ ولسوالۍ په شیراباد سیمه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي په مرموز ډول ووژل، یو ښځه‌یې ټپي کړه او ۲ کسان‌يې نور له ځانه سره یووړل او دغه‌راز به برمته شوي کسان هم ورته راخلاص کړي.

د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، لاریون کوونکو هم له ولسمشر محمد اشرف غني سره هوکړه کړې او ښاغلي غني ته‌يې ۷ ورځې وخت ورکړی او د مسافرو او د خوراکي توکو د موټرو پر مخ‌يې هم لار خلاصه کړې، خو په خبره‌یې چې لاریون لا هم ادامه لري.

ښاغلی نوري وايي، نن پنجشنه ۹ بجې به د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم هم ترسره شي.

د غزني لاریون کوونکي
د غزني لاریون کوونکي

ښاغلي نوري زیاته کړه:

"ولسمشر محمد اشرف غني له لاریون کوونکو سره خپله د ټلیفون پر لیکه خبرې وکړې او هغو ته‌یې ډاډ ورکړ چې زه به ډېر ژر ستاسو غوښتنې در پوره کړم او هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارم، کومو چې له تاسو سره ظلم کړی، خو تاسو لاره خلاصه کړئ او خپل لاریون مو پای ته ورسوئ."

د والي ویاند دغه‌راز وايي چې لاریون کوونکي به خپلې خیمې د ښار له واټونو ګوښې ته کوي.

په ورته وخت کې لاریون کوونکو هم د والي د ویاند دغه خبرې مني او وايي، دغه پرېکړه له دې وړاندې هم کړې او اوس‌یې له ولسمشر غني سره هم کړې.

د یادو لاریون کوونکو یوه تنظیموونکي ازادي راډيو ته وویل:

"موږ دا منو او ولسمشر غني ته موږ ۷ ورځې وخت ورکړی او که‌يې په دغه ورځو کې زموږ غوښتنې پوره نه‌کړې، موږ بېرته د کابل-کندهار ترمنځ لویه لاره د مسافر وړونکو پر مخ هم وتړو او هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړو."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ او مرکز غزني ښار کې سلګونه خلکو لاریون پيل کړی او له دولته غوښتنه کوي چې د قره‌باغ ولسوالۍ د پېښې عاملین دې محاکمه کړي.

د یادونې وړ ده چې لاریون نن شپږمه ورځ هم ادامه لري، خو د کابل-کندهار ترمنځ لویه لاره به یوازې د هغه موټرو پر مخ خلاصوي په کومو کې چې مسافر او خوراکي توکي وي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG