د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۲۷

چچنیا کې د یوه هلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې ۶ کسه وژل شوي


د روسيې د شمالي قفقاز په چچنیا جمهوریت کې پرون چهارشنبه د یوه هلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان مړه شوي دي.

راپورونه وايي چې دا هلیکوپټر د ګُرجستان پولې ته نږدې غورځېدلی دی.

د چچنیا مشر رمضان قادروف وویل، دا هلیکوپټر د چچنیا د سرحدي ساتونکو وه او د هوا خرابوالی ښايي د دې پېښې سبب شوی وي.

روغتیايي چارواکو بیا ویلي چې د پېښې له ځایه یو تن ژوندی ژغورل شوی دی.

ویل کېږي چې په هلیکوپټر کې ټول نهه کسان سپاره وو.

XS
SM
MD
LG