د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۴۸

قزاقستان: امریکا کولای شي څو افغانستان ته غیر پوځي وسایل ولېږدوي


د قزاقستان پارلمان موافقه وکړه چې د امریکا متحده ایالات کولای شي له کسپین سمندر سره د قزاقستان له بندره افغانستان ته د غیر پوځي وسایلو او موادو د انتقال لپاره ګټه واخلي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر خیرت عبد الرحمانوف پرون چهارشنبه د پارلمان تر پرېکړې وروسته وویل، د دې موافقې له مخې امریکا به د کسپین سمندر په امتداد غیر پوځي مواد او وسایل د قزاقستان له ختیځه ازبکستان ته وړي او له هغه ځایه به بیا د رېل ګاډي په‎واسطه افغانستان ته داخلېږي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد يې له متحده ایالاتو سره له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې د ټرانزیت موافقه لري.

XS
SM
MD
LG