د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۰۸

د کونړ چارواکي: شلتن دره کې بې‌پیلوټه الوتکې ۲۷ وسله‎وال وژلي


د کونړ چارواکو پرون چهارشنبه وویل چې د امریکا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۷ وسله‎وال وژل شوي دي.

د کونړ ولایتي شورا د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله‎وال په شلتن دره کې په یوې مدرسه کې راغونډ شوي وو چې د بې‌پیلوټه الوتکې ښکار شول.

خو تر اوسه دا نه‎ده معلومه چې وژل شوي افغان طالبان دي او که د پاکستان د تحریک طالبان غړي.

په کونړ کې د امریکا په هوايي برید کې د وسله‎والو د وژل کېدو خبر په داسې وخت کې خپرېږې چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو پوځ وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې يې ۲۰۰۰ ځله بمباري کړې ده.

XS
SM
MD
LG