د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۳

نړیوال بانک: افغانستان کې د روغتیا په برخه کې پرمختګونه شوي


د نړیوال بانک تازه راپور ښيي چې افغانستان له ۲۰۰۳ میلادي کال راپه‎دېخوا د روغتیايي خدماتو د رسولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

په راپور کې چې د مارچ میاشتې په ۶مه نېټه له واشنګټنه خپور شوی، راغلي دي چې حتی په نا امنو سیمو کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

خو نړیوال بانک وايي چې تاوتریخوالی او ناکراریو په افغانستان کې په لازمه او معیاري توګه د روغتیايي خدماتو بهیر ټکنی کړی دی.

نړیوال بانک وايي، په افغانستان کې په پنځه کلنۍ کې د ماشومانو د مړینې سطحه ۳۴ په سلو کې راټیټه شوې ده.

راپور وايي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له هرو زرو زېږېدلو ماشومانو څخه ۹۱ مړه شوي، حال دا چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې بیا دا شمېره په هرو زرو ماشومانو کې ۱۳۷ وه.

د نړیوال بانک موندنې ښيي چې پر وخت د صحي خدماتو وړاندې کول او د روغتیا د یوه دوامداره سیستم موجودیت د روغتیا په برخه کې د افغانستان د پرمختګ له مهمو عناصرو څخه دي.

حتی په نا امنو سیمو کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

په نړیوال بانک کې د تغذيې او نفوسو د برخې مسؤل «ټایم ایونز» ویلي دي چې په افغانستان کې د نا امنیو او وسله‎والو له فعالیت سره سره د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې پرمختګ هغه څه دي چې نړیوال باید ترې ډېر څه زده‎ کړي.

په دې راپور کې د خدماتو وړاندې کولو په لومړیو کرښو کې د هغو غیر حکومتي ادارو یا انجوګانو د فعالیت ستاینه شوې چې د روغتیا په برخه کې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د نړیوال بانک په خبره د دې انجوګانو ۷۲ په ۱۰۰ کې په خپله د افغانانو دي.

نړیوال بانک د بېلګې په توګه د افغانستان په نا امنو ولایتونو کې د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو له‎خوا د امیدوارو مېرمنو د معاینې یادونه کړې او وايي چې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې دا بهیر درې نیم په ۱۰۰ کې پراخ شوی دی.

خو د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسؤل شوبهم چوهدري په دې راپور کې ویلي دي چې د روغتیا د سیستم د لا با کیفیته کولو، له نړیوال سټندرډ سره د برابرولو او ټولو خلکو ته پر وخت د معیاري خدماتو د رسولو لپاره افغانستان لا هم اوږده لار په مخ کې لري.

په راپور کې هغه چلنجونه هم یاد شوي چې د افغانستان روغتیايي سکټور ورسره مخ دی.

د میندو د روغتیا د بهیر ټکني کېدل، د ارقامو او معلوماتو د راټولولو پر وړاندې خنډونه په ځانګړي ډول په نا امنو سیمو کې او له نړیوال معیاره لیرې‌والی د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په مخ کې هغه چلنجونه دي چې د نړیوال بانک په وینا باید د حل او د له‎منځه وړلو لپاره‌يې جدي کار وشي.

XS
SM
MD
LG