د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

۲۰۱۷ کال کې افغانستان او نړۍ د ښځو د حقونو په اړه د کومو بدلونونو شاهدان وو؟


د مارچ اتمه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

که څه هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ښځې له ځينو ستونزو سره مخامخې دي، خو دوى د ازاديو او په نورو برخو کې د ٢٠١٧ میلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې، د ځينو پرمختګونو شاهدانې دي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ستونزو د حل لپاره ځينې هڅې شوې دي.

«نوم مې چېرې دى» هغه غورځنګ چې يوې افغانې نجلۍ په ٢٠١٧ میلادي کال کې پيل کړ او په ملي سطحه‌يې د خلکو پام ځان ته واړاوه.

په ټولنيزو رسنيو کې دغه هشتګ په افغانستان کې د هغه دود شوي کلتور په عکس‌العمل کې پيل شو چې اکثره نارينه د خپلو ميندو، خويندو، مېرمنو او لوڼو نومونه نه‌اخلي او دا د ځان لپاره شرم ګڼي.

تهمينه رشيق
تهمينه رشيق

د دغه کمپاين پيلوونکې تهمينې رشيق وويل:

"زموږ هشتګ «نوم مې چېرې دى» نومېده، يعنې نارينه په ازادانه ډول وکړاى شي چې د خپلو مېرمنو، ميندو او خويندو نومونه واخلي، دا نور شرم نه‌وي، زموږ د کمپاين اصلي هدف ښځې ته هويت ورکول وو."

په افغانستان کې دننه او بهر سلګونه افغانان د نوم مې چېرې دى له غورځنګ سره ملګري شول، په ټولنيزو شبکو او صوتي او تصويري رسنيو کې يې د خپلو کورنيو د ښځينه غړو نومونه وليکل او په دغه کمپاين کې شريک شول چې دا د دې کمپاين مهمه لاسته راوړنه وبلل شوه.

بله موضوع چې په ملي او نړيوالو رسنيو کې د خبرونو سرخط شوه، د امريکا د روبات جوړولو په مسابقو کې د افغانو روبات جوړوونکو نجونو ګډون وو.

په داسې حال کې چې د هرات ولايت دغو نجونو ته په پيل کې په دغو مسابقو کې د ګډون اجازه ورنه‌کړل شوه، خو د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د مستقيمې مداخلې په نتيجه کې، دغو نجونو ته د امريکا ويزې ورکړل شوې او دوى په دغو مسابقو کې ګډون وکړ او ګټونکې شوې.

په روباتيک مسابقو کې د دغو نجونو ګډون په ٢٠١٧ میلادي کال کې دوام پيدا کړ، دغو نجونو کاناډا ته په تازه سفر کې روانه مياشت د دغه هېواد له صدراعظم جستن ترودو سره وکتل او بيا دا موضوع د رسنيو په سرليک بدله شوه.

افغانستان د ٢٠١٧ کال له مارچ مياشتې راهيسې، د ښځو لپاره د ځينو نورو پرمختګونو شاهد هم و.

په وروستيو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې د سولې په پروسه کې د ښځو پر نقش ټينګار وکړ او په بېلابېلو برخو کې يې د دوى رول مهم وباله.

خو شکايتونه دا کېږي چې په کليوالو او لیرې پرتو سيمو کې لا هم د افغان ښځو په ژوند کې مثبت بدلون نه‌دى راغلى او ډېر کارونه په ښاري سيمو کې شوي دي.

د تېر ميلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې، د ښځو د حقونو او ازاديو په برخه کې نور تحولات هم راغلل چې تر ټولو مهم‌يې په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو د اجازې ورکول دي.

د سعودي عربستان ځوان شهزاده او وليعهد محمد بن سلمان د خپل حکومت د زياتو چارو تر اخيستلو وروسته تېر کال يو لړ اقدامات وکړل چې په هغو کې مهم اقدام ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکول، د ده له مهمو اصلاحاتو ګڼل شوي دي.

د ٢٠١٧ میلادي کال په اګسټ مياشت کې د لبنان پارلمان هغه قانون لیرې کړ چې پر اساس‌يې هغه نارينه چې پر ښځو يې جنسي تېرى کاوه، له هماغې ښځې سره واده کولو ته مجبور کېدل.

دغه جنجالي قانون د ښځو له غوښتنو سره په ټکر کې بلل شوى و، په لبنان کې دا پرمختګ وروسته له هغې راغى چې په اردن او تونس کې هم ورته اقدامات وشول.

بل غورځنګ چې په نړۍ کې يې د زياتو خلکو پام ځان ته واړاوه، په امريکا کې د «Me too» يا زه هم په نوم کمپاين و.

په ټولنيزو رسنيو کې د هشتګ په توګه دغه حرکت د ٢٠١٧ کال په اکټوبر مياشت کې پيل شو چې په کارځايونو کې د ښځو د ځورونې پراختيا ته د خلکو پام واړوي.

تر دې کمپاين وروسته، د امريکا پر مشهور فلم جوړوونکي هاروي واينشټاين د جنسي ځورونې تورونه ولګول شول.

له همدغه هشتګ څخه په ټولنيزو رسنيو فېس‌بوک او ټویټر کې په نړۍ کې په ميليونونه ښځو استفاده وکړه دا د خپلو ستونزو د برسېره کولو لپاره د ښځو د مبارزې يوه لاسته راوړنه وبلل شوه.

يوه بله لاسته راوړنه چې د سولې په برخه کې د ښځو تر رهبرۍ لاندې وه، د افريقا په جګړه ځپلي جمهوريت کانګو کې پيل شوه.

تېر ميلادي کال د کانګو جمهوريت په تاريخ کې د اول وار لپاره شااوخوا ٨٠ ښځو له بېلابېلو کليو له افراطي جنګياليو سره د مذاکرو مېز ته کېناستې او د سولې په مذاکرو کې يې برخه واخيسته، دغه تحول په نړۍ کې د ډېرو لپاره په زړه پوری و چې د دغه هېواد د ښځو لپاره يوه مهمه لاسته راوړنه وبلل شوه.

XS
SM
MD
LG