د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان او ولسي وګړي د افغانستان د ملي شورا له کړنو راضي نهدي.
په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ د ملي شورا د ۱۶مې تقنیني دورې د اتم کال پرانیسته وشوه یو شمېر کارپوهان او عام خلک بیا د ملي شورا د کار دوام ته خوشبینه نهدي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملي شورا ډېری غړو د ملي ګټو پر ځای تر ډېره شخصي ګټې پاللې دي.
دوی وايي:
"عطاءالرحمان یم د کابل اوسېدونکی، څنګه چې خبر یم نن شورا پرانیستل شوه او کوم معلومات چې لرم دوی د خپلو جېبونو په غم کې دي."
"حاجي میر زمان یم، له اوسنیو وکیلانو راضي نهیو، خو باید په راتلونکي کې شورا ته داسې کسان وټاکو چې خلکو او دې وطن ته په درد وخوري."
له دې وړاندې ولسمشر غني هم په کابل کې د ځوانو پولیسو افسرانو یوې غونډې ته په خبرو کې د ملي شورا له غړو وغوښتل چې د شخصي کارونو لپاره دې وزارتونو او حکومتي ادارو ته نهورځي.
ښاغلي غني په یاده ناسته کې همداراز ټولو حکومتي ادارو ته سپارښتنه کړې وه چې که وکیلانیې شعبو ته ورغلل جریان دې ثبت او په رسنیو کې دې خپور کړي.
په ورته وخت کې د حقوقي چارو افغان کارپوه سید خالد سادات وايي، د ملي شورا تر ټولو مهمه دنده د حکومت پر کړنو څارنه ده، خو د بېلابېلو دلایلو له کبله دغه شورا په دې مسئله کې پاتې راغلې.
نوموړي زیاته کړه:
"هومره قانوني او اجرائیوي صلاحیتونه چې ملي شورا د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې په واک کې لري ډېری مسایل له دوی څخه نیمګړي پاتې شوي دي، دوی له حکومت په نظارت او همداراز د یوې متخصصې کابینې په رامنځته کېدو کې پاتې راغلي دي."
خو د چهارشنبې په ورځ افغان ولسمشر د ملي شورا د ۱۶مې تقنیني دورې د اتم کال په پرانیست غونډه کې وویل چې د ملي شورا له همکارۍ پرته د اکثرو موجوده پرمختګونو امکان نهوو.
د ښاغلي غني په خبره ملي شورا په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ قوانین او تقنیني سندونه تصویب کړي دي چې په وینا يې دا یو لوی کار دی.
ملي شورا ته د متوجې انتقادونو په اړه د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست له څه ویلو ډډه وکړه، خو تر دې وړاندې د ملي شورا یو شمېر غړو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
راپور: محمد حدیث پردېس