د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

مسؤلین: تر بلې اوونۍ د ټولو ورزشي فدراسیونونو انتخابات پای ته رسېږي


د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي، تر يوې بلې اوونۍ پورې به د ټولو ورزشي فدراسیونونو انتخابات پای ته ورسېږي.

د دغې کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهاله د ۲۰ ورزشي فدراسیونونو انتخابات په بریالیتوب سره ترسره شوي.

ښاغلی شهزاد وايي، د فدراسیونونو د انتخاباتو پای ته د رسېدو سره سم به د مارچ میاشتې په وروستیو کې د المپيک د ملي کمېټې انتخابات هم ترسره شي.

XS
SM
MD
LG