د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۴۶

سږکال به د صادراتو په زیاتېدو سره ۷۰۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه شي


د افغانستان د صادراتو او صنایعو د پراختیا ریاست وايي، په هېواد کې د صادراتو په زیاتېدو سره تمه ده چې په روان لمریز کال کې افغانستان ۷۰۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

د دغه ریاست مشر میر زمان پوپل نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادراتو له وجې تر اوسه ۶۹۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي دي.

نوموړي وویل چې دغه صادرات تر ډېره اسیايي او اروپايي هېوادونو ته ترسره شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی ښیي.

XS
SM
MD
LG