د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۸

امریکا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول


د امریکا متحده ایالاتو پرون د شمالي کوریا د مشر د ورور د وژنې د قضیې تر روښانه کېدو وروسته پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول.

متحده ایالاتو ویلي و چې پیونګ یانګ تېر کال د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د میرني ورور کېم جونګ نام د وژنې لپاره له کیمیاوي «VX» موادو استفاده کړې وه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت په یوه بیان کې ویلي:

"د (ټولو نړیوالو معیارونو په خلاف) له کیمیاوي وسلو کار اخیستل یو ځل بیا د شمالي کوریا د مسؤلیت نه‌اخیستنې ماهیت ښکاره کړ."

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون میرنی ورور کېم جونګ نام تېر کال د مالیزیا په کوالالامپور هوايي ډګر کې ووژل شو.

داسې راپور ورکړل شوی و چې دوو ښځو د هغه په مخ کیمیاوي مواد پاشلي و.

XS
SM
MD
LG