د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۲۳

امریکا وايي پر روسیې نوي بندیزونه په یوه اوونۍ کې اعلانوي


د امریکا یوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي ویلي چې پر روسیې باندې به د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې د تورونو په سبب نوي بندیزونه په یوه اوونۍ کې اعلانېږي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډان کوټس پرون ویلي و چې نوي بندیزونه به اعلان شي.

ګوټس ویلي چې بندیزونه به لږ تر لږه ۱۳ روسان په نښه کړي.

د امریکا خاص مفتش رابرټ مولر دا کسان د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د ګډوډۍ د رامنځته کولو په خاطر د عملیاتو په ترسره کولو تورن کړي دي.

روسیې په وار وار دا رد کړې چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې دې لاسوهنه کړې وي.

XS
SM
MD
LG