د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۰

د کابل ـ کندهار لویه لار د پنځمې ورځې لپاره هم تړلې ده


د کابل کندهار لویه لار د پنځمې پرله پسې ورځې لپاره تړلې پاتې ده.

د غزني والي عبدالکریم متین نن ازادي راډيو ته وویل چې د قره باغ ولسوالۍ د خلکو اعتراض دوام لري او لار یې بنده کړې ده.

اعتراض کوونکي وايي چې د قره باغ ولسوالۍ په شیراباد کلي کې د یوې کورنۍ درې غړي په مرموز ډول وژل شوي او دوی به تر هغو خپل اعتراض جاري ساتي چې په خبره یې عدالت نه وي تامین شوی.

اعتراض کوونکو د غزني ولایت د مقام مخې ته د تحصن خیمې درولي دي او وايي چې له کابله د ورغلي څېړونکي پلاوي سره هم موافقې ته نه دي رسېدلي.

د غزني والي ښاغلي متین هم ازادي راډیو ته تائید کړه چې تر اوسه پورې له معترضینو سره کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG