د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۴۹

وال سټريټ ژورنال: امریکا وايي طالبان دې له کابل سره وغږېږي، نه له موږ سره


  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال د افغانستان په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې عنوان دی، امریکا وايي طالبان بايد له کابل سره خبرې وکړي، نه له واشنګټن سره.

د امریکا په کورنيو چارو وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسيا په برخه کې سرپرست مرستياله الېس ولز له قوله لیکل شوي چې امریکا نه‎شي کولای د افغانستان د حکومت او خلکو ځای ونيسي.

افغان ولسمشر تېره اوونۍ طالبانو ته د قید او شرط پرته د سولې وړانديز وکړ.

ده وويل چې د سولې لپاره به يو چوکاټ جوړ شي، اوربند به وشي او طالبان به د يوه سیاسي ګوند په توګه وپېژندل شي.

تر اوسه طالبانو د سولې دغه وړانديز ته ځواب نه‎دی ویلی.

د وال سټريټ ژورنال په مقاله کې راغلي چې طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې وړانديز په کابل کې تر خونړيو حملو وروسته دی.

طالبانو په دغو حملو کې د لږ تر لږه دوو حملو مسؤلیت ومانه چې په‎کې ۱۰۰ کسان وژل شوي وو.

  • جاکارتا ګلوب انلاين

جاکارتا ګلوب انلاين ورځپاڼې په اندونيزيا کې د افغان او پاکستاني ديني عالمانو د غونډې په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان او پاکستاني ديني عالمان به د روانې مياشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې په اندونيزيا کې د سولې په کنفرانس کې ګډون وکړي.

راپور وايي چې د کنفرانس نېټه ښايي تغیير وکړي، ځکه تنظيموونکي پر دې غور کوي چې د طالبانو استازي هم وروغوښتل شي او د مېلمنو فهرست تر اوسه نه‎دی بشپړ شوی.

مقاله لیکي چې دا کنفرانس د اندونيزیا د حکومت پر غوښتنه جوړېږي او هدف‌يې د افغانستان جګړې ته حل راايستل دي.

تېره اوونۍ د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا او د بهرنیو چارو وزير ريتنو مرسودي کابل ته سفر وکړ.

مقاله همداراز د دولتي خبري اژانس انتارا د راپور له مخې لیکي چې اندونيزيا ځکه د منځګړي په توګه انتخاب شوی دی چې افغانستان باور لري دا هېواد بې‌پرې دی.

  • شپيګل انلاين

شپيګل انلاين په جرمني کې د کوچني عمر پناه غوښتونکو په اړه مقاله خپره کړې ده.

دې خپرونې د اتو افغان کوچنیانو په اړه لیکلي چې جرمني ته يوازې تللي دي او د هغوی د ورځني ژوند په اړه‌يې اوږد راپور جوړ کړی دی.

خپرونې له دغو څخه د دوو په اړه چې نومونه‌يې اشرف او عبدالله دي، لیکلي دي چې عبدالله ډېر اپلتې وايي، او اشرف غواړي د کوچنيانو ډاکتر شي.

په مقاله کې راغلي چې اشرف او عبدالله د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي او نتيجې ته سترګې په لاره دي.

په وروستيو کلونو کې زرګونه د کوچني عمر پناه غوښتونکي جرمني ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG