د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۴۰

کوټس: روسیه غواړي د امریکا د کانګرس په انتخاباتو کې مداخله وکړي


د امریکا یو لوړپوړی استخباراتي چارواکی وايي، روسیه غواړي د امریکا د کانګرس په راتلونکو انتخاباتو کې مداخله وکړي، خو ویې‌ویل چارواکي ډاډمن نه‎دي چې دقیقاً «څه ډول مداخله او څه وخت؟»

دا څرګندونې د امریکا د ملي استخباراتو رئیس ډان کوټس پرون سې شنبه د امریکا د سنا په یو کمېټه کې کړي.

مسکو په پرله‎پسې توګه مخکې او اوس د امریکا په سیاسي چارو کې مداخله رد کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ د «اېن. بي. سي» ټلوېزیون ته په مرکه کې وویل، مسکو د دې تورونو په اړه واشنګټن څخه د دقیقو شواهدو غوښتونکی دی.

د امریکا استخباراتي ادارې د تېر کال په جنورۍ میاشت کې دې نتیجې ته ورسېد چې روسیه د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنې په هدف د انټرنټي تبلیغاتو او هک‎کولو د یو پراخ کمپاین تر شا وه.

له هغې را وروسته په دې اړه د تنظیم شویو هڅو په اړه پرله‎پسې شواهد تر لاسه شوي دي.

XS
SM
MD
LG