د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۴۲

ټرمپ د شمالي کوریا د غیر اټمي کولو په هڅو کې د «ممکن پرمختګ» خبره کړې


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا د غیر اټمي کولو په هڅو کې د «ممکن پرمختګ» خبره کړې ده.

نوموړي وروسته له هغې په‎دې اړه څرګندونې کړي چې جنوبي کوریا وویل، پیونګ یانګ غواړي چې د امریکا له متحده ایالاتو سره خبرو اترو ته داخل شي او که په دې خبرو کې پرمختګ وشي، دا هېواد به اټمي ازموینې وځنډوي.

سئول دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دې هېواد یو پلاوی په شمالي کوریا کې له چارواکو سره له لیدنو کتنو ستون شو.

ټرمپ پر خپل تویټر لیکلي:

"په ډېرو کلونو کې د لومړي ځل لپاره ټولې ښکېلې خواوې جدي هڅې کوي. نړۍ دا څاري او انتظار باسي ښايي درواغجنه هیله وي، خو د امریکا متحده ایالات چمتو دی چې پر هر لوري جدي حرکت وکړي."

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي:

"واشنګټن به پر پیونګ یانګ د زیات فشار واردولو ته دوام ورکړي. ټول انتخابونه پر ځای دي او زموږ دریځ به تر هغې د شمالي کوریا په وړاندې بدلون ونه‌مومي، څو مو چې د اټمي پروګرام د توقف په برخه کې د شمالي کوریا له‎خوا د باور وړ او باثباته اقدامات نه‎وي لیدلي."

شمالي کوریا تر اوسه د جنوبي کوریا د دې اعلان په اړه جزئیات نه‎دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG