د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۵۷

د بلخ پولیس: دولت‎اباد کې ۴ وسله‎وال طالبان وژل شوي


د بلخ ولایت پولیس وايي، د دولت‎اباد په ولسوالۍ کې یې څلور تنه وسله‎وال طالبان وژلي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر جان دُراني د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، په وژل شویو کې د ملا جنت ګل په نوم د وسله‎والو یو مهم قوماندان هم شامل دی.

د دُراني په وینا حکومتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته په دولت‎اباد ولسوالۍ کې د وسله‎وال طالبانو پر یو پټن‎ځای برید وکړ چې په‎کې طالب قوماندان ملا جنت ګل له څو ملګرو سره ځای پر ځای ووژل شو.

د دُراني په وینا ملا جنت ګل په سیمه کې د طالبانو مهم قوماندان و چې وژل کېدل به‌یې د دولت‎اباد ولسوالۍ او شااوخوا سیمو کې د دې ډلې پر فعالیتونو یو دروند ګوزار وي.

XS
SM
MD
LG