د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۳۱

افغانستان په کرکټ کې له زېمبابوې څخه په دوو منډو ماتې وخوړه


د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي سیالیو کې افغانستان د سې شنبې په ورځ له کوربه هېواد زېمبابوې څخه په دوو منډو ماتې وخوړه.

زېمبابوې لومړی بیټېنګ وکړ او افغانستان ته‌یې ۱۹۷ منډې هدف وټاکه.

خو افغان ټیم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې او په دې توګه‌یې د زېمبابوې په وړاندې لوبه وبایلله.

د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې دا د افغانستان دوهمه لوبه وه او تر دې مخکې یې لومړۍ لوبه هم د سکاټلنډ په وړاندې بایللې وه.

په دې سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ټیم په دې دوهمې ماتې د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کول د ځان لپاره ستونزمن کړل.

د کرکټ د مبصرینو په وینا اوس باید افغانستان له هانګ کانګ او نیپاله خپلې راتلونکې دوه لوبې وګټي او بیا منتظر پاتې شي، څو دا دوه سیالان‌یې خپلې راتلونکې لوبې هم وبایلي.

د کرکټ نړیوال جام ته د غوراوي دا سیالۍ د ۱۰ ټیمونو په ګډون په زېمبابوې کې پیل شوي او یوازې دوه ټیمونه به ترې نړیوال جام ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG