د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۷

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۳۱ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو برخو کې د اسلامي دولت ډلې د مشکوکو وسله والو په ګډون لږترلږه ۳۱ وسله وال وژل شوي دي.

د دې وزارت له خوا نن سې شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې چې په ننگرهار، لغمان، کونړ، غزنی، پکتیکا، کندهار، زابل، فراه، بادغیس، کندز، تخار، فاریاب، نیمروز او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي، دغه راز ۱۷ وسله وال ټپیان شوي او دوه تنه نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG