د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۵

په لغمان کې له ۲زره بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه


په لغمان ولایت کې پر ۲زره داخلي بېځایه شویو کورنیو باندې بېلابېل خوراکي توکي ووېشل شوه.

د لغمان والي له دفتره په خپوره شوې اعلامیه کې ویل شوي یاد خوراکي توکي چې اوړه، وریځې، غوښې او ځينې نور بېلابېل خوراکي توکې پکې شامل و د چین او قزاقستان هېوادونو لخوا مرسته شوي و چې د لغمان د مرستیال والي په حضور کې د دغه ولایت د پنځو ولسوالیو پر بېځایه شویو اړمنو کورنیو باندې ووېشل شول.

بېځایه شویو کورنیو د مرستو په تر لاسه کولو سره خوښي وښودل او له سیمه ییز چارواکو چارواکو یې وغوښتل چې د دوی د لاسنیوي لپاره ورته نورې مرستې هم ورسره وکړي.

په لغمان کې په دې وروستیو کې د وسله والو نښتو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځاه شوي دي

XS
SM
MD
LG