د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۳۶

د خیبر پښتونخوا نایان: د سړیو فېشني ږیرې نه جوړوو


په خیبر پښتونخوا کې د نایانو یا سلمانیانو د اتحادیې اعلان کړی چې د دې اتحاديې غړي به تر دې وروسته په دغه صوبه کې، سړیو ته "فېشني ږیرې" نه جوړوي.

د خیبر پښتونخوا د نایانو د اتحادیې چارواکي چې د دوشنبې په ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته راغونډ شوي وو او په دې اړه یې ویناوې کولې، فېشني ږیرې غېراسلامي او د کلتور خلاف عمل بللی او پر خپلو غړو یې غږ کړی چې تر دې وروسته دې دا ډول ږیرې نه جوړوي.

اېکسپرېس ټریبيون ورځپاڼې د خیبر پښتونخوا صوبې دنایانو د اتحادیې د یوه چارواکي سید محمد عادل په حواله ویلي چې د فېشني ږیرو نه جوړولو په اړه د دویپرېکړه ناڅاپي نه، بلکې دا پرېکړه یې د هر فکري مکتب له عالمانو سره تر سلا مشورو وروسته کړې ده.

که څه هم د دغې اتحادیې چارواکو دا نه دي ویلي چې ایا دا پرېکړه یې د سختدریځو ډلو د ګواښ له امله کړې، که څنګه، خو ټینګار یې کړی چې غړي یې له دې پرېکړې خوښ دي او د عملي کولو ژمنه یې ورسره کړې ده.

محمد عادل په دې اړه وویل:

"په ټوله خیبر پښتونخوا کې زموږ د اتحادیې غړي له دې پرېکړې خوشحاله او مطمئن دي، دا زموږ د اتحادیې همغږه پرېکړه ده، خو که څوک یې خلاف ورزي کوي او نه یې مني، دا یې شخصي کار دی."

که څه هم عادل ږیره خرېل هم په اسلام کې ناروا بللې، خو په خبره یې، د دې مخالفت نه کوي، خو د فېشني ږیرې جوړول په کلکه غندي.

له بلې خوا بیا ددغې اتحادیې مشر شریف کوهلو ویلي چې په دې په اړه یې د پاکستان د نورو سیمو د نایانو له اتحادیو سره هم اړیکې نیولي او په خبره یې، غواړي په نورو سیمو کې هم نایان فېشني ږیرې جوړې نه کړي او د دې فعل مخالفت وکړي.

د خیبر پښتونخوا د نایانو اتحادیې تر هغې وروسته په دې صوبه کې د سړیو د فېشني ږیرو نه جوړولو اعلان کړی چې په دې وروستیو کې د دې صوبې په مردان، بونیر او دیر سیمو کې نایان له دې ډول ږیرو جوړولو منع شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر خیبر پښتونخوا څه موده مخکې د بلوچستان صوبې په ځینو سیمو کې هم نایانو د فېشني ږیرو د نه جوړولو اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG