د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

د غزني لاریون تر ۴مې ورځې راوغځېد خو غوښتنې یې لا پرځای پاتې دي


د غزني والي وايي، په دغه ولایت کې پیل شوی لاریون نن په څلورمه ورځ هم ادامه لري او نه دی توانیدلی چې غوښتنې یې پرځای کړي.

د غزني ولایت والي انجنیر عبدالکریم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز غزني ښار او قره‎باغ ولسوالۍ کې پیل شوی لاریون نن په څلورمه ورځ هم ادامه لري.

نوموړی وايي، یاد لاریون کوونکو نن څلورمه ورځ هم د کابل ــ کندهار ترمنځ لویه لار تړلې او دغه راز يې د ولایت مقام مخې ته د تحصن خیمې وهلي دي.

ښاغلی متین وايي، قره‎باغ ولسوالۍ د پېښې د څېړلو په موخه د امنیه قوماندان په مشرۍ پلاوی استولی او تر دا مهال یې ۲ مشکوک کسان هم نیولي، خو په خبره‌یې چې د اصلي مجرمینو په نیولو لا هم نه‎دي توانیدلي.

نوموړی وايي، نه غواړي په دغه مجرمینو پسې پوځي عملیات ترسره کړي او هڅه کوي چې دغه ستونزه د قومي مشرانو په مرسته حل کړي چې په خبره یې لا هم هڅې روانې دي.

غزني لاریون
غزني لاریون

په ورته وخت کې بیا لاریون کوونکي وايي، دولت يې تېره شپه په غزني ښار کې خیمه ورسوځولې او څلور ملګري يې ور ټپیان کړي دي.

لاریون کوونکي وايي، تر هغو به د کابل ـ کندهار ترمنځ لویه لاره خلاصه نه‎کړي او د ولایت مقام له مخې به خیمې ټولې نه‎کړي، څو چې هغه کسان محاکمه نه‎شي، کوم چې څلور ورځې وړاندې د قره‎باغ ولسوالۍ د شیراباد په سیمه کې د یوه کورنۍ درې غړي په مرموز ډول وژلي او یوه ښځه یې ټپي کړه اودغه راز يې دوه تنه د یادې کورنۍ له ځان سره یوړل.

د غزني ولایت ولایتي اداره بیا دا مني چې تېره شپه لاریون‎کوونکوخیمه لېرې کړې، خودا نه مني چې پر لاریون کوونکو دې ډزې شوې وي او یا یې کوم لاریون کوونکی وهلی وي.

د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته وویل چې خیمه یې ځکه ټوله کړې چې غیرې قانوني ځای کې وه.

د یادونې وړ ده چې له مرکز کابله هم د دغې پېښې د څېړو په هدف غزني ولایت ته پلاوی تللی، خو هغه هم لا نه‎دی توانیدلی چې دغه ستونزه حل کړي.

د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت‌یې په اړه بشپړ راپور لري چې د اورېدو لپاره‌یې لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG