د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۲۶

ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسرائیلو ته پر سفر غور کوي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د مې په میاشت کې په بیت‎المقدس کې د امریکا د سفارت په پلان شوې پرانېستې کې د ګډون لپاره اسرائیلو ته پر سفر غور کوي.

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو له صدراعظم بینیامین نتانیاهو سره د لیدنې په پیل کې وویل:

"موږ به په دې اړه خبرې وکړو، موږ راتلونکې کې ګورو او که ما کولی شول ګډون به وکړم."

د اسرائیلو صدراعظم په دې لیدنه کې د امریکا ولسمشر ته وویل:

"ستاسو دا پریکړه به چې خپل سفارت له تل‎ابیب څخه بیت‎المقدس ته انتقالوئ، زموږ خلک د عمرونو لپاره یاده وساتي."

ټرمپ تېر کال هغه مهال عربي نړۍ او نور متحدان په غوسه کړل چې اعلان یې وکړه د امریکا متحده ایالات بیت‎المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت پیژني او خپل سفارت به له تل‎ابیب څخه بیت‎المقدس ته انتقال کړي.

فلسطینیان ختیځ بیت‎المقدس د خپل راتلونکې دولت پایتخت بولي، خو اسرائیلو ختیځ بیت‎المقدس لاندې کړی او ټول بیت‎المقدس خپل پایتخت بولي.

XS
SM
MD
LG