د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په روان لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، په ځانګړي ډول د صحرايي محاکمو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د ښځو صحرايي محاکمې د بشر ضد عمل ګني او وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې له دوی سره د صحرايي محاکمو ۹ قضیې ثبت شوې دي.
د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۱۴» ازادي راډيو ته وویل، د ښځو پر وړاندې دغه صحرايي محاکمې تر ډېره په هرات، بادغیس، فاریاب، تخار او غور ولایتونو کې شوې دي.
نوموړي دغهشان وویل، امنیتي ارګانونه باید د نورو د عبرت په هدف، د صحرايي محاکمو د عاملینو د نیولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
ښاغلي صدیقي وویل:
"د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښمن دی او تر ټولو د اندېښنې وړ مسئله په روان لمریز کال کې د ښځو صحرايي محاکمې دي چې ښځې پهکې په خپلسري ډول مجازات کېږي."
دغه کمېسیون وايي، صحرايي محاکمې له بشري حقونو سرغړونه ده چې تر ډېره د وسلهوالو طالبانو او غیر مسؤله وسلهوالو لهخوا په لیرو پرتو سیمو کې ترسره کېږي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، ناموسي وژنې، جنسي تېري، له وخته مخکې ودونه، وهل ټکول، اقتصادي ستونزې، صحرايي محاکمې او ښځو ته سپکې سپورې ویل، په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له مهمو مواردو شمېرل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې یوه ښځه په یوه صحرايي محاکمه کې، د ناروا اړیکو په تور د یو شمېر کسانو لهخوا ووهل شوه.
پخوا تر دې شااوخوا دوه کاله مخکې د غور په ولایت کې د رخشانې په نوم یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم په یوې صحرايي محاکمه کې ووژل شوه او په کابل ښار کې د فرخندې په نوم بله نجلۍ، د قران د سوځولو په تور په وهلو ټکولو وژل شوې ده.
له دې ټولو سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ارګانونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د نیولو په برخه کې، خپلې هڅې تېزې کړي او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د صحرايي محاکمو په تړاو لسګونه تنه نیولي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"ټول هغه مجازات او صحرايي محاکمې چې د یو شمېر کسانو لهخوا ترسره شوي، پولیسو یې په وړاندې خپل اقدامات کړي، یو شمېر کسانیې نیولي هم دي، له دې ډلې دوه تنه په فاریاب او ۷ په بدخشان کې نیول شوي او د ټولو دوسیې لویې څارنوالۍ ته استول شوې دي."
په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویاندې ریا دادرس ازادي راډيو ته وویل، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۹ قضیې له دوی سره ثبت شوې دي.
دغه وزارت له دیني عالمانو او د جومات له ملا امامانو غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او صحرايي محاکمو د مخنیوي په هدف، خلکو ته تبلیغ وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ