د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۲۲

غزني کې لاریون تر درېیمې ورځې وغځېد، خو د پېښې برخلیک لا معلوم نه‌دی


د غزني ولایت په قره‎باغ ولسوالۍ کې چې دوه ورځې وړاندې سلګونه خلکو لاریون پیل کړی وو او وروسته بیا تر مرکز غزني ښار هم ورسېد، نن تر دوشنبې وغځېد.

دغه لاریون کوونکو نن درېیمه ورځ هم د کابل-کندهار ترمنځ لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې او دغه‌راز يې په غزني ښار کې د ولایت مقام مخې ته د تحصن خیمې وهلې دي.

لاریون کوونکي وايي، تر هغو به خپل لاریون پای ته ونه‎رسوي او دغه‌راز د کابل-کندهار ترمنځ لویه لار به خلاصه نه‎کړي، څو چې یې غوښتنې نه‎وي منل شوي.

د غزني ولایت ولایتي اداره هم مني چې لاریون کوونکو لا هم د کابل-کندهار ترمنځ لویه لاره تړلې او د ولایت مقام مخې ته‌يې د تحصن خیمې وهلې دي.

د ولایت مقام ویاند وايي، د پېښې ځای ته د څېړلو په هدف د قره‎باغ ولسوالۍ د امنیه قوماندان په مشرۍ یو شمېر چارواکي تللي دي.

په غزني ښار او قره‎باغ ولسوالۍ کې له هغه وروسته خلک د ښار واټونو ته راووتل او د کابل-کندهار ترمنځ لویه لاره‌يې د ټرافیکو پر مخ وتړله، کله چې درې ورځې وړاندې د قره‌باغ ولسوالۍ د شیراباد په سیمه کې د یوې کورنۍ درې غړي د شپې له‎خوا په مرموز ډول ووژل شول او یو ښځه‌یې ټپي کړه او دغه‌راز يې دوه تنه د یادې کورنۍ څخه ژوندي یوړل.

د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت‌یې په اړه بشپړ راپور لري چې د اورېدو لپاره‌یې لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG