د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۴۶

د اسرائیل صدراعظم په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر سره ویني


ټاکل شوې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن دوشنبه په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وویني.

واشنګټن ته تر روانېدو مخکې نتانیاهو وویل، دی له ټرمپ سره په خبرو کې په بیت‌المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستلو په مراسمو کې د ولسمشر ټرمپ د ګډون د احتمال په اړه به هم وغږېږې.

ټاکل شوې چې په بیت‌المقدس کې د روانې مارچ میاشت په ۱۴مه نېټه د امریکا سفارت پرانیستل شي.

بنیامین نتانیاهو وویل، دی له ولسمشر ټرمپ نه د هغه د تاریخي پرېکړې له امله مننه کوي چې بیت‌المقدس‌يې د اسرائیل پایتخت اعلان کړ.

د ډونالد ټرمپ دې پرېکړې عرب هېوادونه او په نړۍ کې د امریکا متحدان غصه کړل.

فلسطینیان بیا له خپل لوري بیت‌المقدس د خپل راتلونکي دولت پایتخت ګڼي.

XS
SM
MD
LG