د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۱۱

سرچينه: د ارزګان-کندهار پر لویه لاره د پولیسو یو قوماندان وژل شوی


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو ځايي باوري سرچینه وايي، نن دوشنبه سهار د ارزګان-کندهار ترمنځ پر لویه لاره وسله‎والو طالبانو پر پولیسو برید کړی چې پر مهال‌یې د پولیسو د یو قوماندان ګلالي په ګډون ۲ پولیس وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

دغه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، وسله‎والو طالبانو پر پولیسو یاد برید نن سهار د کندهار-ارزګان د لويې لارې په اوږدو کې د «زړې تاڼې» په سيمه کې پر یادو پولیسو کړی.

سرچینه وايي، ګلالی د درېیو پوستو قوماندان چې له خپلو ساتونکو کندهار ولایت تللی وو د وسله‎والو طالبانو له کمین سره مخ شو.

سرچينې دا ونه‌ويل چې وسله‎والو طالبانو ته زيان رسېدلی کنه؟

د ارزګان امنيتي مسؤلين د يادې نښتې په اړه ناخبري ښيي او وسله‎والو طالبانو هم تر دې مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه‎دي ويلي.

XS
SM
MD
LG