د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۲۲

ترکيه کې د امريکا سفارت د یوه امنیتي تهدید له امله وتړل شو


د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت وايي، د يوه «امنيتي تهديد» له کبله نن د عوامو پر مخ تړلى وي.

سفارت په خپل وېب‎سايټ کې په خپل خپاره کړي بيان کې د دغه تهديد د څرنګوالي په اړه معلومات نه‎دي ورکړي.

په انقره کې د امريکا پر سفارت په ٢٠١٣ میلادي کال کې ځان وژونکې حمله شوې وه چې يو ترکى امنيتي ساتونکى يې وژلى و او يوې افراطي کيڼ اړخې ډلې يې مسؤليت منلى و.

د امريکا سفارت په ترکيه کې امريکايي اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د سياحتي ساحو ګڼه ګوڼو ته دې نه‌ورځي او د سفارت ودانۍ ته دې نه‌نږدې کېږي.

سفارت وايي، دا چې بېرته به کله پرانیستل کېږي، وروسته اعلان کوي.

د امريکا متحده ايالاتو او ترکيې ترمنځ چې دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي، اړيکې ترينګلې شوې دي.

دغه اړيکې په وروستيو کې هغه وخت لا ترينګلې شوې چې امريکا د سوريې هغه کُرد ملېشه په وسلو سمبال کړل چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم پر ضد جنګېږي.

انقره وايي، د ولسي خونديتوب قطعې يا «YPG» چې امريکا يې ملاتړ کوي، له هغو کُرد ترورېستانو سره ارتباط لري چې له اوږدې مودې راهيسې د ترکيې د حکومت پر ضد جنګېږي.

XS
SM
MD
LG