د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۷

د ایټالیا د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلانېږي


د ایټالیا د پرونیو پارلماني انتخاباتو لومړنۍ پایلې نن اعلانېږي.

پرون داسې وخت رأی‎ګیري وشوه چې انتخاباتي کمپاینونه د کډوالو او اقتصادي اندېښنو په څېر مسایلو ډک تېر شول.

د شنونکو په باور پروني انتخابات به د فایف سټار خوځښت، د سیلویو برلوسکوني کډوالۍ ضد ګوند او ډموکرات ګوند ترمنځ فاصله رامنځته کړي.

۸۱ کلن برلوسکونکي چې درې دورې د ايټالیا صدراعظم پاتې شوی دی، د فساد د تورونو په سبب د دوه ځلي کاندیدۍ اجازه نه‎لري، خو هڅه کوي د یوه داسې کس په واسطه د ایټالیا په راتلونکي حکومت کې کلیدي رول ولري چې ده د صدارت د څوکۍ لپاره معرفي کړی دی.

برلوسکوني د اروپايي ټولنې د پارلمان اوسنی رئیس انتونیو تاجاني د صدارت څوکۍ لپاره معرفي کړی دی.

XS
SM
MD
LG